اعتراض کوونکي: نړیوال دې افغانستان کې د روان جنایت پر وړاندې چوپتیا ماته کړي

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغانانو د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو په اعتراض کې د آزادۍ په شعار سړکونو ته راوتلي دي. دغو اعتراض کوونکو په افغانستان کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دي د جنایت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

د دولتي پوهنتونونو درسونه به ژر پیل شي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دولتي پوهنتونونو د درسونو ژر پیلېدو خبر ورکړ.
هغه وايي، د پوهنتونونو د پیلېدو څرنګوالي په اړه یې ارزونې روانې دي او ټاکل شوې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې پیل شي.

بامیان کې روغتیایي مسوولان د نړیوال بانک د مرستو له درېدو اندېښنه ښيي

په بامیانو کې د اغا خان د پراختیا بنسټ د روغتیايي خدماتو مسوول حسین مستمند‌یار وایي چې له افغانستان سره د نړۍ‌وال بانک د مرستو درېدل، په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې برخه د بودیجې له کمښت سره مخ ده.

کابل کې د کورونو پېر او پلور درېدلی او کرایې یې پنځوس سلنه کمې شوي

کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې ځينې دفترونه وايي چې هېواد کې د امنیتي وضعیت او د نظام بدلون له کبله د کورونو د پېر او پلور او ګروۍ بهیر په ټپه ولاړ دی او د کورونو کرایې هم ټیټې شوې دي. د کابل ښار د دغو دفترونو مسوولان نظام‌الدین خیرخوا او سلیمان داوري وايي، هغه کور به چې مخکې په پنځلس زره افغانۍ نیول کېده، اوس په شپږ زره هم نه ځي.