کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې ځينې دفترونه وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان امنیتي وضعیت او د نظام بدلون له کبله د کورونو د پېر او پلور او ګروۍ بهیر په ټپه ولاړ دی او د کورونو کرایې هم ډېرې ټیټې شوې دي.

دوی وایي، دوه میاشتې وړاندې کله چې ولایتونو کې امنیتي وضعیت کړکېچن و، د کورونو د پلور کچه ټيټه شوې وه، خو څرنګه چې له ولایتونو ډېرې کورنۍ کابل ته راغلې، د کورونو کرایې هم ورسره لوړې شوې، خو اوس چې نظام بدل شوی، د استوګنیزو کورونو ګروي او پلور په ټپه ولاړ دی او د کورونو کرایه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار د معاملاتو د لارښوونې دفترونو مسوولان نظام‌الدین خیرخوا او سلیمان داوري وايي، مخکې به چې کوم کور په پنځلس تر شل زره کرایې نیول کېده، اوس یې څوک په شپږ زره هم نه نیسي. د دوی په وینا، د کورونو د پېر او پلور بهیر په ټپه ولاړ دی او کرایې یې هم پنځوس سلنه کمې شوې دي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې د کورونو د پېر او پلور، ګروۍ او د کرایې ورکولو پروسې ټکني کېدل د هېواد پر اقتصادي ودې مستقیم اغېز لري.



د اقتصادي چارو شنونکی علي‌احمد شهاب وايي، د افغانستان اقتصاد له رکود یا ځوړند حالت سره مخ دی او بانکونه هم خلکو ته نغدې پیسې نه ‌ورکوي چې دغه کار پر اقتصادي ودې ناوړه اغېزې لرلی شي.

د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون هم ورته نظر لري او وايي، روان وضعیت یوازې د هغو کسانو لپاره چې کورونو ته اړتیا لري، په ګټه دی، خو کوم کسان چی د ودانیو په جوړولو یې پانګونه کړې، زیان رسوي او دا خپله د ودانۍ جوړولو بهیر کې کموالی راولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د طالبانو په راتګ سره د هېواد په کچه امنیتي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او ډېری هغه خلک چې د ناامنیو له امله ناامنه سیمو څخه کابل ښار ته کډه شوي وو او کورونه یې په کرایه نیولي وو، اوس بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

همداراز یوشمېر کسان هم له هېواده بهر تللي او دا لامل شوی چې د کورونو په کرایو کې کموالی راشي او پر پېر او پلور یې هم اغېز وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام