د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغانانو د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو په اعتراض کې د آزادۍ په شعار سړکونو ته راوتلي دي. دغو اعتراض کوونکو په افغانستان کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دې د روان جنایت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

امریکا، بریټانیا، کانادا، آلمان، ایران، اتریش، سویدن او هالند هغه هېوادونه دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې پکې د مېشتو افغانانو د پراخو لاریونونو او اعتراضونو شاهدان وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اعتراض کوونکو، د ولسمشرۍ ریاست، پارلمان او په یادو هېوادونو کې د پاکستان د سفارت ودانیو مخې ته په راټولېدو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ او اشغال په وړاندې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي.

دغو اعتراض کوونکو په پنجشېر ولایت د طالبانو له برید او په دې ولایت کې د هوايي بریدونو ترسره کولو کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته؛ د افغانستان په چارو کې د پاکستان مداخله وغندله او د پاکستان د تحریم غوښتنه یې وکړه.

اعتراض کوونکو د (مرګ پر پاکستان) د شعارونو په ورکولو سره د مقاومت له جبهې او د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې او د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ اعلان کړ.

په ورته مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغان اعتراض کوونکي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روان جنایت په اړه د دوی پر چوپ پاتې کېدو نیوکه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې خپله چوپتیا ماته کړي او له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي.

د نړۍ په یو‌شمېرهېوادونو کې د اعتراضونو پر دوام، نن هم په کانادا او المان کې افغانانو په افغانستان کې له روان وضعیت څخه د افغانانو د خلاصون لپاره لاریون وکړ.

له دې سربېره د تېرې اوونۍ له پنجشنبې تر اوسه درې کسانو په لندن ښار او یوه کس هم په کانادا کې د یادو هېوادونو د پارلمان مخې ته د نه خوړو اعتصاب کړی او له افغانستان سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم کابل او د افغانستان په یو‌شمېر ولایتونو کې د روان وضعیت، د بشر او ښځو حقونو د نقض لپاره لاریونونه شوي؛ خو لاریونوال د لاریون پرمهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي او د طالبانو له لوري په هوايي ډزو سره تیت پرک شوي دي.

د طالبانو له لوري د همدې تاوتریخوالو پایله کې یو‌شمېر کسان وژل شوي او یو‌شمېر نور بیا ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام