څه باندې یو کال تېر شو چې هېواد کې اسلامي امارت واکمن دی او سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

په دې موده کې افغانان په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وو چې له کبله یې سرپرست حکومت د خلکو او نړۍ له نیوکو او فشارونو سره هم مخ دی.

خو اسلامي امارت لا هم ټینګار کوي چې بهرني هېوادونه دې د افغانانو په کورنیو موضوعاتو کې لاسوهنه نه کوي او اجازه دې ورکړي چې خپلې ستونزې خپله حل کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې پر حکومت یې د بهرنیو هېوادونو فشارونه هېواد کې د روان وضعیت اصلي لامل دی. هغه وايي، د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او بهرنیان دې هم زموږ ملي مسایلو کې خپلې غوښتنې پر موږ نه تحمیلوي.

خو د چارو یوشمېر شنونکي بیا باور لري چې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې نه دی توانېدلی چې د خلکو پر ګټو ولاړ او له اوسني وضعیت سره سم سیاست غوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي، اسلامي امارت په تېر یوه کال کې له نړۍ سره په ډیپلوماسي او اړیکو کې ناکام و او همدا لامل و چې لږترلږه یې افغانستان ته بهرنۍ مرستې هم را ماتې نه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د سیاسي چارو یو بل شنونکی طارق فرهادي بیا وايي چې د افغانستان اوسنی حکومت نړیوالې ټولنې ته بې‌باوره شوی او د دې بې‌باورۍ بیه افغانان پرې کوي.

د بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو خوندیتوب، د بیان او رسنیو ازادي او د ټول‌شموله حکومت جوړېدل هغه څه دي چې نړیوالې ټولنې یې له کبله تل پر اسلامي امارت نیوکې کړي او د عملي کېدو غوښتنه یې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام