د افغانستان د شیعه علماوو شورا نن د هېواد د روان وضعیت په اړه په کابل کې خپله درېیمه غونډه جوړه کړه. د دې غونډې ګډونوالو له طالبانو مشخصې غوښتنې وکړې. دوی وغوښتل چې په هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

د پوهنتون استادې مرضیې کاظمي په دې غونډه کې وویل، ټول افغانان باید د چارو سر ته رسولو لپاره مساوي حقوق او امتیازونه ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

هغه وايي، شیعه مذهب باید په راتلونکي نظام کې په رسمیت وپېژندل شي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړی محمد اکبري هم وايي چې طالبان باید د یوموټي هېواد لپاره په سیاسي، اداري او ټولنیزه برخه کې نورو قومونو ته هم ونډه ورکړي.

د شیعه علماوو شورا تر دې مخکې هم له طالبانو غوښتي و چې خپلې ژمنې پوره او د هېواد د روان وضعیت ښه‌ کېدو لپاره هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام