د کانونو وزارت د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قراردادونه لاسلیک کړل

د ا.ا لوړپوړو چارواکو نن په یوه غونډه کې د هېواد د اوو سترو کانونو د اېستلو او پراسېس قرارداد ورکړ. په دغو کانونو کې د تخار د سرو زرو کان، د دویم مس عینک کان، د غور د سرپو او جستو کان د دویم بلاک او د هرات د غوریان کان شامل دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه سوداګرو ته: د محصولاتو کیفیت لوړ کړئ!

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (د وږي دویمه، د پنجشنبې ورځ) کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له سوداګرو وغوښتل چې خپل محصولات معیاري او پر کیفیت یې کار وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبري پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي: «ادارې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره مکلفې دي چې په کارونو کې یې اسانتیاوې برابرې کړي؛ لکه دوه درې ځله مالیه اخیستل کېږي.

 هرات کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم نندارتون پرانېستل شو

 هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دویزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مسالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.

سمنګان کې پر جهادیه مدرسې د برید پر وړاندې غبرګونونه

په سمنګان کې پر مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه. د سمنګان د روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو ناخالصو تولیداتو کمېدو په اړه د نړیوال بانک اندېښنه

نړیوال بانک د یوه تازه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د کورنیو ناخالصو تولیداتو کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه بانک وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی و، خو اوس دا وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۲ کې به د دغو تولیداتو سلنه تر دې هم ډېره کمه شي.

اسلامي امارت: بهرنیان دې کورنیو موضوعاتو کې خپلې غوښتنې پر موږ نه تحمیلوي

څه باندې یو کال تېر شو چې هېواد کې اسلامي امارت واکمن دی او سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
په دې موده کې افغانان په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وو چې له کبله یې سرپرست حکومت له نړیوالو فشارونو سره هم مخ دی.

د روان کال تر پایه به د افغانستان کورني ناخالص تولیدات ۳۰ سلنه کم شي

نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي. نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کم‌ساري دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.