د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن کابل کې د بزګر جشن او د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه د نندارتون پرانستله وکړه چې درې ورځې به دوام وکړي.

چارواکي وايي، د بزګر میله او د کرنیزو محصولاتو دغه نندارتون، له کرنیزو محصولاتو څخه د ملاتړ او وطني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرنې سرپرست وزیر عبدالرحمان راشد له سوداګرو او پانګوالو غواړي چې د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره هېواد کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا، د غصب شویو کرنیزو ځمکو بیرته راګرځول دوام لري او دغه وزارت هڅه کوي چې هېواد د کرنې په برخه کې په ځان بسیا کړي.

د کرنې سرپرت وزیر زیاتوي، د ټول هېواد په سطحه شاوخوا ۲۵ میلیون مُثمر او غیرمُثمر نیالګي کېښودل شوي او اړتیا ده چې هېوادوال هم دغه ملي پروسه کې فعاله رول ولري.

په همدې حال کې د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پروګرام ته وویل، د افغانستان کرنیز تولیدات باید هېواد څخه بهر صادر شي او سوداګر باید له کرنې وزارت او کروندګرو سره همکاري وکړي.

هغه د کرنې ملي پروژې له پرانیستو څخه خبر ورکړ او وې ویل، د دغې پروژې په چوکاټ کې به د کرنې سکتور ځان بسیاینې ته نژدې شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، که نړیوالو بازارونو کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو څخه ملاتړ وشي، د دغه سکتور عواید به هم زیاتوالی پیدا کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا ټول داسې مهال مطرح کیږي، چې بزګران د کرنې د پرمختګ په برخه کې د اسلامي امارت د جدي پام او ملاتړ غوښتنه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام