په جوزجان کې د اتو دولتي او دوو خصوصي ښوونځیو نږدې ۱۰۰ زده‌کوونکو په یوه نندارتون کې خپلې پنځونې او علمي تجربې نندارې ته وړاندې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. دغه نندارتون پرون په «ابن یمین شبرغان» ښوونځي کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نندارتون یو‌شمېر زده‌کوونکي وايي چې د دغه شان نندارتونونو جوړول، د زده‌کوونکو ذهني وړتیاوې لوړوي او د دې لامل کېږي چې دوی نورې پنځونې هم وکړي. د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان د «هزار فامیلي» ښوونځي زده‌کوونکی حبیب‌الله وايي، داسې اله یې جوړه کړې چې له طبیعت څخه د انرژۍ په جذبولو سره نور تولیدوي او کولای شي چې څو دانې څراغه روښانه کړي.

د حبیب‌الله په وینا، افغانستان په تېر او اوس کې د خپل اړتیا وړ توکي له بهرنیو هېوادونو څخه واردوي او که چېرته له شته ظرفیتونو ګټه واخیستل شي، د اړتیا پوره کولو سربېره به افغانستان د پنځوونکو هېوادونو په ډله کې راشي. هغه زیاتوي، د هغې ورځې په تمه دی چې د افغانستان په نوم نړیوال ریکارډ ثبت کړي.

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي ساینس عمومي مدیر محمد پرویز رحیم وايي چې دغه نندارتون د یاد ولایت د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو په موخه جوړ شوی او هدف یې د ظرفیت لوړول او د پنځوونکو او غوره څېرو موندل دي.

د جوزجان د پوهنې ریاست د مرکزي ساینس د عمومي مدیر په وینا، د یادو نندارتونو دوام به زده‌کوونکي د ملي او نړیوالو سیالیو لپاره چمتو کړي او د هېواد او خلکو لپاره به ستر ویاړونه راوړي.

په ورته مهال په دغه نندارتون کې د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد وايي چې په دغه نندارتون کې د فزیک،  ساینس او ریاضي برخو کې نږدې ۵۰ پروژې نندارې ته وړاندې شوې دي چې د اتو دولتي او دوو خصوصي ښوونځيو د زده‌کوونکو د پنځونې ښکارندوي کوي.

د جوزجان د پوهنې رییس په وینا، هڅې روانې دي، څو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم دغه راز نندارتونونه جوړ شي او په راتلونکي پړاو کې به د ښځینه زده‌کوونکو علمي تجربې او پنځونې نندارې ته وړاندې شي. جواد زیاتوي چې اسلامي امارت له پوهنې ملاتړ کوي او پنځوونکو زده‌کوونکو ته یې ځانګړې بودیجه په پام کې نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر کورنۍ د یادو نندارتونونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او په راتلونکي کې یې پر جوړېدو ټينګار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام