د صنایعو او کانونې خونې رییس شېرباز کمین‌زاده وایي، سره له دې چې د اسلامی امارت په راتلو سره امنیتي وضعیت ښه شوی، اختلاس او بډې اخیستل بند شوي، د ورته تولیداتو د قاچاق مخه نیول شوې او نورو برخو کې هم د دوی د کار لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي، خو بیا هم د هېواد په کچه ۳۰ سلنه فابریکې له فعالیته لوېدلې دي.

د کمین‌زاده په وینا، د خلکو بې‌وزلي، په بازارونو کې د تقاضا کموالي او د فابریکو د مالکانو د بانکي حسابونو د تړلي پاتې کېدو له امله د کورني تولیداتو کچه د پام وړ راکمه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د اومه توکو د رانیولو لپاره بهر ته د پیسو لېږد ستونزه او دا چې د افغانانو نږدې لس ملیارده ډالر په بهر کې کنګل شوي، دې چارې هم په کاروبار منفي اغېز کړې ده.

د افغانستان د صنایعو او کانونې خونې رییس وايي، د هېواد په کچه د ۵۰۰۰ فابریکو په تولیدي برخه کې شاوخوا دوه میلیونه کسان په دندو بوخت وو چې اوس د تولیدي کچې په را ټيټېدو سره یو‌شمېر کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.

په کابل کې د پلاستیکي توکو د تولیدي کارخونې مسوول خلیل احمد هم وایي چې د اسلامي امارت په راتلو سره دوی ته ښه کاري چاپېریال برابر دی، خو بیا هم نورو هېوادونو ته د پیسو لېږد ستونزې له امله د دوی په تولیداتو کې کموالی راغلی دی.

«مخکي به مو ټي ټي کوله یا به مو د بانک له لارې پیسې لېږلې، اوس دا کار ستونزمن شوی او دا مشکلات نه دي حل شوي او مونږ نشو کولای پیسې ولېږو چی خام مواد راته راشي او دولت هم نړۍ په رسمیت نه دی پېژندلی، نو هرومرو به څه مشکلات وي، خو دا تکلیف به د هېوادوالو لپاره ګالو او انشاالله حالت به ښه شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تولیدي کارخونو د مالکانو ستونزو شریکولو په اړه مو د اسلامي امارت د ویاندویانو د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو اړیکې مو ځواب نه شوې. خو تر دې وړاندې اړوندو چارواکو ویلي وو چې دوی د کورنیو تولیداتو پر وړاندې د شته ستونزې لرې کولو په موخه هڅه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وزیر هم څه موده وړاندې په یوه غونډه کې له سوداګرو او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ ژمنه کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام