د هرات صنعتي ښار ګوټي که د «کابل فولاد» کارخونې مسوول عصمت‌الله وردګ وایي چې دغه کارخونه یې ۱۲ کاله وړاندې جوړه کړې وه او ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه یې پرې کړې ده.

عصمت‌الله وردګ وایي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو، د بانکونو تړل پاتې کېدو، د خامو موادو نه‌شتون او په کارخونه کې د تولید شویو مواد نه خرڅلاو لامل شوی چې د یادې کارخونې فعالیتونه په ټپه ودرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په هرات کې د یوې بلې کار خونې مسوول عبدالمتین قلندري وایي، د هېواد ناڅرګند برخلک او په بانکونو کې یې د پیسو تړل پاتې کېدو له امله خپل فعالیتونه درولي دي. نوموړی زیاتوي چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو سوداګر پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي.

په ورته وخت کې د مسوولان په وینا، په هرات کې د کارخونو د فعالیتونو په درېدو سره هم‌مهاله نږدې ۳۰۰۰ کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړي او اوس مهال په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

په هرات کې د یوې کارخونې کارکوونکی خلیل‌احمد وایي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په یوې کارخونه کې په کار بوخت دی، خو په هېواد کې د وروسیو تحولاتو له امله کارخونې خپل فعالیت درولی او نوموړی هم ورسره وزګار شوی دی.

نوموړی وایي چې د لس کسیزې کورنۍ نفقه ور په غاړه ده چې اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

په ورته مهال د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وایي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره په هرات ولایت کې نږدې ۱۰۰ کارخونې له فعالیته لوېدلي چې دوی د اسلامي امارت له مسوولانو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو د یادو کارخونو فعالیتونو ته د بیا پیل زمینه برابره کړي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس زیاتوي چې د ۱۰۰ کارخونو له تړل کېدو پرته له ۷۰تر ۸۰ شاوخوا کارخونې کله فعالې او کله هم خپل فعالیت ودروي.

 هغه هیله‌مندي ښيي چې د اسلامي امارت له لوري هغه ژمنې چې دوی ته ورکړل شوي دي او هغه پلانونه چې دوی تر لاس لاندې لري، د دې لامل به شي چې دغه کارخونې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په هرات کې د کارخونو مسوولان وایي، که چېرته د دوی ستونزې هوارې نه شي او ونشي کړای چې خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي، ګڼ‌شمېرعام خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي او دوی به میلیونونه ډالر زیان وویني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام