د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې ښايي د اوکراین جګړه د اټومي او درېیمې نړیوالې جګړ لامل شي.

نوموړي پرون له روسیي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چي اوسني ګواښونه د پام وړ دي او نه باید له پامه وغورځول شي، خو روسیه غواړي چې د دغې سناریو مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي تورن کړ چې د سولې له خبرو سره پرېکون کړی او دې برخه کې جدي نه دی.

په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمټري کولبا پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روسیې دغه څرګندونې، د دې ښکارندوینه کوي چې نړۍ ووېره، څو د اوکراین له ملاتړ څخه لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړې: «له همدې امله د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو د ګواښ خبرې کېږي. دا یوازې یوه معنی لري: دا چې مسکو احساس کوي، په اوکراین کې ماته خوري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ملګري یې اوکراین ته د لا ډېرو پوځي تجهیزاتو د ورکړې لپاره نن یوه ناسته جوړوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام