له روسیې سره د چین د مرستو په اړه د اندېښنو پر دوام د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چیني سیال شي جین پېنګ سره نن ټیلیفوني خبرې کوي.

دواړه مشران داسې مهال خبرې کوي چې امریکا پر چین فشار راوستی، څو پر اوکراین د روسیې د برید د ملاتړ لپاره له مسکو سره مرسته ونه‌کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون پنجشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ولسمشر بایډن به ولسمشر شي جین پېنګ ته دا خبره واضح کړي چې چین به د هر هغه اقدام چې د روسیې د یرغل د ملاتړ لپاره‌یې کوي، مسؤل وي او دوی به ورته د زیان رسولو په برخه کې د بندیزونو په لګولو کې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې دواړه مشران به دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي سیالیو په اړه هم خبرې وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د مارچ په ۱۴مه د ایتالیا په پلازمېنه روم کې د چین د بهرني سیاست له سلاکار یانګ ییچي سره په کتنه کې هغه ته ویلي و چې که چین د روسیې ملاتړ وکړي، نو دا به د دې هېواد لپاره ډېرې پایلې ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چین او روسیې په وروستیو کې په خپلو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي او چین هم له دې ډډه کړې چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام