Asset 1SWN

د خوړو نړیواله ورځ؛ اوچا: د هرات زلزله‌ځپلي خوړو ته اړتیا لري

F8cnXW3aIAA9fmI-1-qdycnzc402dxslmehoxq4xifslazbkwypm6r6zm64o

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له کبله لسګونه زره اغېزمن شوي کسان مرستې او خوړو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوچا د افغانستان څانګې د تلې په څلېرویشتمه، د دوشنبې ورځ د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، دا ورځې داسې مهال را رسېدلې چې پرله‌پسې زلزلو په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان لوېدیځ ته ټکانونه ورکړي دي. د اکټوبر شپاړلسمه د خوړو نړیواله ورځ ده.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یادو زلزلو تر اوسه پر ۴۳۳۳۵ کسانو اغېز پريښی او د خوراکي توکو تر څنګ، نورو مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاته کړې چې مرستندویه بنسټونه په ټولو زلزله‌ځپلو سیمو کې پر خلکو ګډ خوراکي توکي او د خوړو کڅوړې وېشي.

د اوچا د افغانستان څانګې پر خپلې اېکس‌پاڼې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي: «د خوړو په نړیواله ورځ، نړۍ ته یې ور یادوو چې پنځلس میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه یې له کومه راځي؛ یعنې د ټولو وګړو یو پر درې برخه.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

اوچا ویلي چې په هرات کې وروستۍ زلزلې د نورو ناورینونو تر څنګ، یو سخت ناورین دی چې په وینا یې، افغانان بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د وروستیو پرله‌پسې او خونړیو زلزلو زیانمن د خوړو، د اوسېدو ځای او روغتیايي خدمتونو په څېر د ژوند لومړنیو امکاناتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام