Asset 1SWN

نړیوال سازمانونه: هرات کې زرګونه زلزله‌ځپلي وږي او بې‌سرپناه دي

زلزله-در-هرات-3-qdpfajny9mpad8vev8nuoxr4frkugc25287rcbqdu0

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د هرات د زنده‌جان ولسوالي د زلزله‌ځپلو سیمو یوه ویډیو خپرې کړې او په‌کې ویل شوي چې له یادې زلزلې ژوندي پاتې کسان له کوره بهر په عامه ځایونو کې شپې سبا کوي او د ژوند کولو لپاره سرپناه نه لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو څانګې مسوول فلېپ کروپ د دغه سازمان پر اېکس‌پاڼې یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «زه دلته په هغه کلي کې ولاړ یم چې څو ورځې وړاندې د یوې زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی. په دې زلزله کې سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول. هغه کسان چې ژوندي پاتې دي، وېرېدلي او وږي دي. ډېری کسان له کوره بهر په عامه ځایونو کې شپې او ورځې تېروي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د سه‌شنبې په ورځ د دغه سازمان پر اېکس‌پاڼې یو راپور خپور کړی او په‌کې ویل شوي چې د هرات د زنده‌جان ولسوالي زلزلې ۱۲۱۱۰ کسان اغېزمن کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې: «اټکل کېږي چې د هرات په پنځو ولسوالیو کې به د زلزلې له امله ۱۲۱۱۰ کسان زیانمن شوي وي چې ۱۷۳۰ کورنۍ کېږي. له زلزلې وروسته اوس هم ۴۸۵ کسان ورک دي چې په ورکو شویو کسانو کې ۱۹۱ یې سړي او ۲۹۴ یې ښځې دي.» اوچا په دغه راپور کې ټینګار کړی چې ژوندي پاتې شوي کسان بېړنۍ سرپناه، د څښاک اوبو، خوړو، کمپلو او جامو ته اړتیا لري.

په زنده‌جان ولسوالي کې له شوې زلزلې یوشمېر ژوندي پاتې شوي کسان هم شکایت کوي چې ستونزو ته یې پام نه کېږي. د هرات د زنده‌جان ولسوالي زلزله‌ځپلې فاطمه، ثریا او بي‌بي‌کو وايي:

«خیمې نه لرو، صابون، شامپو، ګاز او چای‌جوش هېڅ نه لرو.» «زلزله شوه، کور چپه شو. دوه کسان مو شهیدان شول، نور کسان مو په روغتون کې دي. تر څو چې روغتون کې ناروغ څخه راتلم، زموږ کیږدۍ یې هم یووړې؛ نور تر اوسه موږ ته مرستې نه‌دي رسېدلي. له هغې ورځې چې زلزله شوې، هېڅ مو نه‌دي خوړلي. په هماغې ورځ چې زلزله وشوه، چای مو وخوړ.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د چهارشنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه وزارت د هرات زلزلې د قربانیانو درملنې ته بشپړ چمتووالی لري.

هغه زیاته کړه: «د زلزلې په دویمه ورځ مو ډلې جوړې کړي. د موبایل هېلپ نږدې ۵۲ مرستندویه ډلې سیمې ته ورسېدل چې ټول امبولانسونه، ډاکټران، قابلې او نرسان وو. اوس مو هم سیمې وېشلي او روغتیايي ډلې مو ځای پر ځای کړي. موږ ۶۰ روغتیايي ډلې لرو چې د ناروغانو درملنه کوي او له ۵۰ تر ۶۰ امبولانسونه لرو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو، مناسبو او سالمو خوړو او د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره د سرپناه برابرولو لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې یوې بلې زلزلې هم د هرات شمالي سیمې ولړزولې چې د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، په دې زلزله کې یو کس ژوند بایللی، ۱۳۰ ټپیان شوي او ګڼ کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام