پنځو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام خبرداری ورکړ

پروان کې یو کروندګر قدیر وايي، په دغه ولایت کې کرنه او باغداري د وچکالۍ له کبله ډېره زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا: «که وچکالي دوام ومومي، خلک له لوږې سره مخامخ کېږي او د کروندو له لارې ښه عاید نه‌شي ترلاسه کولای.» د کابل اوسېدونکی راشد هم وايي چې ځمکه یې د دوامدارې وچکالۍ له امله یو ځل هم حاصل نه ورکوي.

نړیوال سازمانونه: هرات کې زرګونه زلزله‌ځپلي وږي او بې‌سرپناه دي

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د هرات د زنده‌جان ولسوالي د زلزله‌ځپلو سیمو یوه ویډیو خپرې کړې او په‌کې ویل شوي چې له یادې زلزلې ژوندي پاتې کسان له کوره بهر په عامه ځایونو کې شپې سبا کوي او د ژوند کولو لپاره سرپناه نه لري.

د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو ځنډېدل به د هېواد پر اقتصاد اغېز وکړي

وروسته له هغې چې اسلامي امارت داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر دغو بهرنیو موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دغو بنسټونو چې تر ډېره یې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې فعالیت کاوه، د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي برخه کې یې مهم رول درلود.

افغانستان کې مرګونې زلزله؛ يوشمېر هېوادونو او بنسټونو زيانمنو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی ښودلی

نن سهار شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې د افغانستان یوشمېر ولایتونه د یوې زورورې زلزلې شاهد وو. خوست او پکتیکا ولایتونه د دې زلزلې له امله سخت ځپل شوي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.