Asset 1SWN

پنځو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام خبرداری ورکړ

خشک_سالی-q5q9hms8oygv3td37mz9zg4ap5cmdt13oqbr4mffrc

پروان کې یو کروندګر قدیر وايي، په دغه ولایت کې کرنه او باغداري د وچکالۍ له کبله ډېره زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا: «که وچکالي دوام ومومي، خلک له لوږې سره مخامخ کېږي او د کروندو له لارې ښه عاید نه‌شي ترلاسه کولای.»

د کابل د بګرامي ولسوالي د بت‌خاک اوسېدونکی راشد هم وايي چې ځمکه یې په یوه کال کې دوه ځله حاصل ورکوي، خو د دوامدارې وچکالۍ له امله یې یو ځل هم ترې نه‌دي اخیستي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «زموږ ولسوالي کې د کال دوه ځله کښت کېږي. کله چې وچکالي شي، یوازې یو ځل حاصل ورکوي او که غنم وکري، د اوبو نشتوالي له کبله جوارو او نورو کرنیزو برخو کې حاصل نه ورکوي.»

په همدې حال کې پنځو نړیوالو سازمانونو د وچکالۍ د دوام او له نیمايي د ډېرو افغانانو پر ژوند باندې یې د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او د وېژن نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د وچکالۍ د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي ترې اغېزمن شوي دي.

د دغو سازمانونو په خبرپاڼه کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان اندېښنو ته اشاره شوې ده. «پر کرنې ولاړې کورنۍ به ډېرې زیانمنې شي او د نړیوالو ارزونو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷،۸ میلیونه افغانان لازمو خوړو ته لاسرسی نه لري او که وچکالي دوام وکړي، د ماشومانو ژوند به ډېر له ګواښ سره مخامخ شي.»

همدارنګه، د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي چې د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره په ۱۱ ولایتونو کې د اوبو ۱۴۳ بندونه جوړوي. د دغه وزارت د اوبو رسونې رییس عمار مموزی په میدان وردګ، پکتیا، غزني، لوګر او نورو ولایتونو کې د اوبو د سترو بندونو پر جوړلو د ټینګار تر څنګ وايي چې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره د بهېدونوکو اوبو د مدیریت او د بې‌ځایه اوبو د کارولو مخنیوي پر طرحو کار کوي.

بله‌خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان هم وايي چې وچکالي د کروندګرو پر وړاندې لویه ننګونه ده او کروندګرو ته یې ډېر زیان رسېږي. د دغه وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین له نورو هېوادونو غواړي چې د وچکالۍ د زیانونو مخنیوي او جبران برخه کې له دغه وزارت څخه همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د طبیعي سرچینو برخې کارپوه خالد ستانکزی وايي، سرپرست حکومت باید د ځمکې د سر اوبه مدیریت کړي. د هغه په خبره: «دا چې وچکالي ده، په هغو سیمو کې چې ځنګلونه دي، باید کلکې ونې کېنول شي، د ځمکې د سر اوبه مدیریت او د باران او واورې اوبه په څاه‌ګانو کې جذب شي.»

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي و چې په روان کال کې د وچکالۍ له امله د کروندګرو محصولات کم شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام