Asset 1SWN

سلام وطندار

بادغیس کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کم شوی

000_APH2002043091170

بادغیس کې د شاتو مُچیو یو‌شمېر روزونکي وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

٣٨ کلن محمدامين سلام‌وطندار ته وايي چې له اتو کلونو راهيسې بادغیس کې د شاتو مُچیو پر روزنه بوخت دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، وچکالي، د ګلانو کمښت او د طبيعي افتونو زياتوالى لامل شوى چې دغه ولایت کې د شاتو په توليد کې د پام وړ کموالى راشي.

هغه زیاته کړه چې درې کاله کېږي چې دغه ولایت کې وچکالي روانه ده، مُچۍ کمزورې شوي چې په وینا یې، مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي وویل: «د کال لس کیلو چې راټولوو، درې کیلو یې خپله مُچۍ مصرفوي، موږ هغوی ته خواړه ورکوو، ژمي کې او همداراز درملو ته اړتیا لري، ساتونکي ته، لېږدوو یې چې دا ټول لګښت غواړي. له موسسو غواړو چې موږ سره مرسته وکړي او دولت هم باید له موږ ملاتړ وکړي، څو دې کار ته دوام ورکوو.»

دغه‌راز بادغيس کې د شاتو مچیو يو بل روزونکی شيراحمد قادري هم وايي چې په تېرو دوو کلونو کې يې د شاتو په تولید کې پنځوس سلنه کموالى راغلى دى. نوموړي وویل: «اته کاله کېږي چې دا کار کوو او د مُچیو ۱۵ صندوقونه لرو، درې کاله مخکې به مو له هر صندوق څخه له اته تر لسو کیلو شات ټولول، خو تېرو دوو کلونو کې وچکالي او ناروغي پیدا شوې چې هر صندوق څخه له څلور تر پنځو کیلو شاتو اخلوو، که دولت توجه ونه‌کړي، موږ به زیان ووینو.»

په همدې حال کې د بادغيس د کرنې رياست د مالدارۍ او حیواني روغتيا رييس عبدالحليم حلیم‌زاد وايي، دې وروستيو کلونو کې وچکالي، د طبيعي ګلانو کمښت او د طبيعي افتونو زياتوالى لامل شوی چې دغه ولايت کې د شاتو په تولیداتو کې کموالی راشي.

هغه زیاتوي چې د شاتو مچيو روزونکو د ملاتړ لپاره د دغه ولایت د کرنې رياست پلان لري چې نږدې راتلونکي کې دوى ته د مچيو صندوقونه وویشي او روزنيز پروګرامونه هم په لاره واچوي.

نوموړي وویل: «راتلونکې کې ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لرو چې د مُچیو صندوقونه وېشل کېږي او ځینې ښوونیز پروګرمونه هم ترلاسه لاندې لرو چې د عامه پوهاوي دي، څو د مُچیو روزنکي خپلې مُچۍ وساتي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وويل شي چې تېر یوه کال کې د وچکالۍ او طبيعي پېښو له امله په يوشمېر نورو ولايتونو کې هم د شاتو په تولیداتو کې کموالى راغلى دى.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام