Asset 1SWN

کاپیسا کې د شاتو مُچیو پالونکي: ناروغیو مو لسګونه صندوقه مُچۍ له‌منځه یوړې

WhatsApp Image 2023-04-04 at 2.12.05 PM (1)

کاپیسا د پلازمېنې کابل په شمال‌ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې د شاتو مچیو د پالنې او روزنې لپاره مناسبه هوا لري. د یاد ولایت د نجراب ولسوالي بیا د شاتو په تولید کې ځانګړی نوم لري او دا مهال دغه ولسوالي کې ۱۰۰کسان د شاتو مچیو پر ساتنه او پالنه بوخت دي.

د نجراب ولسوالي د «ده قاضي» کلي اوسېدونکى ٧٥کلن احمد حميدي چې د خپل ژوند نږدې ٦٠ کاله يې د شاتو مچیو په ساتنه او توليد کې  تېر کړي، وايي، په دې ولسوالي کې لومړى کس دى چې د شاتو توليد ته يې مخه کړې او لا هم پر دې کار بوخت دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حميدي چې دا مهال په دې ولسوالي کې د شاتو مچيو فارمونو د ټولنې مشر هم دى، د مچیو اوسني حالت ته اندېښمن دی.

نوموړی وایي، وچکالی، د افتونو شتون، د شاتو معیاري تصفیې تخنیکي وسایلو نشتون او له پاکستان څخه وارد شوي شات هغه ستونزې دي چې د مچیو ساتونکي یې اندښمن کړي او دغه صنعت مخ په ورکېدو دی.

نوموړي وویل: «موږ په ټاکلي وخت کې چې مچیو ته چې  د ګرده افشانۍ  پر وخت یې خوراک ته اړتیا درلودله، موږ ورته چمتو نشوی کړی او د ژمي لپاره مو ورته خواړه چمتو نه‌کړل، د کمزوري اقتصاد له امله مو ونشو کولای چې په سړه هوا کې مچۍ ګرمو سیمو ته یوسو او نه هم د دولت او همکارو موسسو له‌خوا په دې برخه کې موږ سره مرسته وشوه.»

په همدې حال کې د نجراب ولسوالي د مچيو ساتونکي همايون او حيدر هم د افتونو او ناروغيو د شتون په اړه داسې وايي:

 همایون: «لاتی یا  د کنو مرض هغه مرض دی کله چې مچۍ د خپلو ځالو څخه راوځي پرې حمله کوي او یو بل ډول مرض هم شته چې د مچیو بچي کله چې  د لاروا په حالت کې وي مخکې له دي چې په مچیو تبدیل شي، هلته یو ډول چینجي دي چې هغه خوري او میکروب بدل کېږي او له‌منځه یې وړي، دغه د کنو مرض او میکروبي امراضو لپاره په بازار کې یو ډول بې کیفته دوا پلورل کېږي، کله چې هغه دوا څخه کار اخلو، هېڅ ګټه نه کوي دغه مچۍ نورې هم له‌منځه وړي.»

حیدر: «۴۰ شاوخوا د شاتو مچیو صندوقونه مې له‌منځه لاړل، له دولت او همکارو نهادو غوښتنه لرم چې په دې برخه کې مرسته وکړي، کنه ۵۰۰زره افغانیو په اندازه موږ ته زیان رسېږي.»

په همدې حال کې د پوهنتون استاد او د شاتو د روزنې کارپوه محمودالله راسخ په دې باور دی چې د مچیو ساتونکي باید د شاتو د غوره تولید لپاره د بازار پام ځانته واړوي او د جعلي شاتو له تولید څخه لاس واخلي.

راسخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان بازارونو ته د بې‌کیفیته شاتو د وارداتو مخه ونیسي او د افغاني شاتو د ښه پېژندلو لپاره معیارونه جوړ کړي.

هغه وویل: «په کار ده چې خلکو ته پوهاوي ورکړل شي، څو بسته بندي ته یې ډېره پاملرنه وکړي. ټول شات په یو رنګ بوتلو کې راځي که له پاکستان راځي، که له ننګرهار راځي ټول یو ډول بوتلو کې وي، د اصلي او تقلبي شاتو توپیر نکېږي. کرنې وزارت د لوړ کیفیت کورنیو شاتو د تصدیق مسوولیت لري. باید دولت له‌خو بسته بندي، مهر او ټاپه پرې ووهل شي بیا دې بېرته دولت له‌خوا بازارونو کې تقسیم او وپلورل شی.»

په ورته وخت کې محمدحنیف چې له نږدې یوې لسیزې راهیسې د شاتو په سوداګرۍ بوخت دی، د دغه صنعت پر وړاندې د شته ننګونو په اړه وايي: «کله چې دوی تقلب کوي په یوه کیلو شاتو کې څو کیلو بوره ګډوي او وروسته یې لمر ته ږدي چې کله د عسلو رنګ رخ واخلي بیا د اصلي شاتو په نوم په بازار کې پلوري، دغه تقلبی عسل په ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانیو پلوري او ترې خوښ هم وي او یوه کیلو اصلي شاتو په بازار کې په ۸۰۰ ۱ یا هم په ۲۰۰۰ افغانیو پورې  پلورل کېږي.»

بل‌‌خوا سيدابرار چې د شاتو دایمي پېردونکی دی، د هېواد په بازار کې د جعلي شاتو له شتون څخه شکايت کوي او وايي چې حکومت دې يې مخه ونيسي. نوموړی له اړوند ادارو غواړي چې د مچيو پالونکو سره مرسته وکړي، څو د شاتو د تولید کچه لوړه شي.

هغه وویل: «دا مهال خالص شات نه پیدا کېږي، حکومت ورته پام نه کوي. اصلي شات ټول بهر ته واردېږي او پاکستاني شاتو ټول دلته راځي. دولت ته لازمه ده چې په وطني او اصلي شاتو ټاپه او مهر ووهي، څو له تقلبي شاتو سره یې توپیر وشي. له مچیو پالونکو سره دې کُمک وشي، څو دوی  خپل تولید ډېر کړي او بازار  ته معیاري شات تولید کړي.»

په همدې حال کې د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رییس مولوي روح‌الله روحاني وايي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰ د مچیو ساتلو فارمونه شته، خو نوموړی وايي چې د اقلیم د بدلون او مضرو مچیو له امله سږ کال شاتو کې ۳۰سلنه کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې له ملاتړو بنسټونو او موسسو سره په همغږۍ د بزګرانو ملاتړ کوي. د روحاني په وینا، د ریاست تخنیکي کارکونکي په دې هڅه کې دي چې بازار ته د معیاري شاتو د تولید لپاره مچۍ لرونکو ته مسلکي او فني زده کړې ورکړي.

هغه وویل: «په کاپیسا کې د شاتو د حاصلاتو د کمښت لاملونه د اقلیم بدلون، د شاتو د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار نشتوالی، د شاتو د مچیو مهاجرت، د کاپیسا په بېلابېلو ولسوالیو کې د شاتو د مچیو له ۹۰۰ زیات صندوقونه د سړې هوا له امله له‌منځه تلل یادولی شو. د تېر کال په پرتله د شاتو تولید کې ۳۰سلنه کموالی راغلی دی. د کاپیسا د کرنې ریاست له مالي اړخه د مچیو له پالونکو سره همکاري نه ده‌ کړې، خو د تخنیکي او مسلکي مشورې له مخې یې ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کرنیزو چارو د کارپوهانو په وینا، که حکومت د مچیو له پالونکو سره د افتونو او ناروغیو د مخنیوي ټولنو د جوړولو او د مناسب بازارموندنې، د کوچنیو پورونو په برابرولو او د جعلي شاتو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې یو ټاکل شوی میکانیزم عملي کړي او د کار پیدا کولو زمینه ورته مساعده کړي، له یوې خوا به د مچیو پالونکو ته هیله‌مندي پیدا شي او بل لور ته به دا صنعت وده وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام