کاپیسا د کابل په شمال کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې غرنۍ سیمې او د جلغوزیو د ودې لپاره مناسب اقلیم لري. د کاپیسا د نجراب او اله‌سای ولسوالیو کې د جلغوزیو ځنګلونو د دغه ولایت شهرت لا پسې زیات کړی دی.

د یاد ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې سږ کال د جلغوزيو حاصلات د تېر کال په پرتله زيات شوي، خو د تورې جلغوزې يو‌شمېر ځنګل لرونکي د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د جلغوزې د مناسب بازار له نه‌شتوالي شکايت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي، که د دغه محصول پروسس او بسته بندي د افغانستان په خپلو کورنیو کمپنیو کې وشي، ډېره ګټه به یې افغانانو ته ورسېږي.

د کاپیسا نجراب ولسوالي کې د تورې جلغوزې ځنګل‌لرونکي رحم‌الدین عیار سلام‌وطندار ته ویلي، له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی جلغوزه دې د افغانستان په نوم د نړۍ نورو هېوادونو ته صادره کړي.

د عیار په وینا چې اوس دغه وچه مېوه د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې حکومت یې باید مخه ونیسي او د هوايي دهیلیز له لارې یې په خپل نوم  بهر ته صادر کړي.

د کاپیسا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي روح‌الله روحاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د کاپیسا په دوو ولسوالیو نجراب او اله‌سای کې ۸۴۰هکتاره د جلغوزیو ځنګلونه شتون لري.

روحاني زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د دغه ولایت له ځنګلونو څخه ۳۶۵ مټریک ټنه جلغوزې راټولې شوي چې سږ کال به دغه شمېر ۵۰۰ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د کاپيسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس تاييدوي چې په تېرو کلونو کې به سوداګرو جلغوزې پاکستان ته قاچاقولې او پاکستان به هم دغه محصول په خپل نوم متحده عربي اماراتو، چين، هند او نورو هېوادونو ته صادرول.

هغه ټینګار کوي چې تېر کال د ۷ کیلو جلغوزيو بیه له ۱۳ تر ۱۵ زرو افغانیو ته رسېده چې د هوايي دهلېز له لارې له هېواد بهر صادرېدله.

روحاني وویل: «د کاپیسا بزګران او خلک د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سږ کال د جلغوزیو د پیر لپاره چې د کاپیسا د اقتصاد د ودې او د اقتصاد د ښه‌والي لپاره دی، د مناسب بازار او سوداګرۍ په برخه کې همکاري وکړي. د کاپيسا جلغوزي په مناسبه بيه وړاندې کړي.»

په همدې حال کې د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد احمدزبیر قاضي‌زاده وايي چې جلغوزه یو ځنګلي بوټی دی چې په طبیعي او خپل‌سري توګه په غرنیو سیمو کې راشنه کېږي. نوموړی له بزګرانو غواړي چې د دې محصول د بازارموندنې لپاره ټولنې او انجمنونه جوړ کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم په دغه ولایت کې د جلغوزیو پروسس په دودیز ډول کېږي، خو په وروستیو کلونو کې سوداګر له باغدارانو څخه جلغوزې له پروسس پرته پېري. د هوايي دهلېزونو له لارې چين او نورو هېوادونو ته د جلغوزيو د صادراتو له پيل سره د دغه محصول بيه هم لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام