Asset 1SWN

د فاریاب یوه کلي کې د اوبو کمښت؛ «اته میاشتې کېږي اوبه نه‌لرو»

1-00000007-q9oipbtv5igvxmt4puyotwt32o5swc4fcav5s0jf60

هېواد کې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د وچکالۍ دوام لامل شوی چې ګڼ‌شمېر ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي.

د نورو ولایتونو په څېر د فاریاب میمنې ښار «دمقول» کلي اوسېدونکي هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې له دغه وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دمقول کلی چې د میمنې ښار لومړی تر څلورمې ناحیې پورې سیمې په‌کې شاملې دي، اوسېدونکي یې لس کاله وړاندې د دغه ولایت له ولسوالیو دې سیمې ته کډه شوې دي. دوی وايي چې د اوبو کمښت ستونزې یې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.

د دمقول کلي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وویل چې د خپلې اړتیا وړ اوبه د زرنج، موټرسایکل او مرکب په مرسته د ۲۰۰ افغانیو په بدل کې له میمنې ښار څخه برابروي.

د دمقول اوسېدونکي محمدامین سلام‌وطندار ته وویل: «ستونزې ډېرې دي. په ځانګړې توګه د اوبو له امله خلک ستونزه کې دي، هر څوک چې ووینې بوشکه یې لاس کې وي، اوبو پسې ځي. یو زرنج اوبه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ راوړي. خلک اقتصادي ستونزې لري په مرکب او موټرسایکل یې راوړي.»

د یادې سیمې نور اوسېدونکې هم له ورته ستونزې سرټکوي. نثاراحمد چې دې سیمه کې اوسېږي، وايي، د څښاک پاکو اوبو نشتون له امله خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د نوموړي په وینا، اوبه نشته او د یادې سیمې اوسېدونکو ستونزو کې دي. : «موږ د ښار یو کیلومټرۍ کې ژوند کوو، خو اوبه نه‌لرو، له کوچني تر لویه د اوبو نشتون له امله پر ناروغیو اخته شوي دي.»

بل‌خوا د دمقول کلي د ولسي شورا رییس عبدالحکیم سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتون ترڅنګ روغتیايي مرکز، ښوونځی او سړک هم نه‌لري.

هغه زیاتوي چې د یادو ستونزو د حل په موخه یې په وار وار د دغه ولایت د کلیو او پراختیا ریاست او مرستندویه موسسو څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو په وینا یې، تراوسه یې د ستونزو هواري لپاره چا لاس نه دی نیولی.

نوموړي وویل: «نږدې اته میاشتې کېږي چې موږ اوبه نه‌لرو، څاه لرو، ذخیره هم لرو کوڅه کې او نلونه هم تېر شوي، د پمپ ستونزه ده چې خلک یې توان نه‌لري. مسوولانو ژمنه کړې چې جوړ به یې کړي.»

د فاریاب د کلیو او پراختیا رییس تورجان احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د سرپرست حکومت په راتلو سره یې دغه ولایت کې د اوبو رسولو لسګونه پروژې پلې کړي او تر یوه بریده د خلکو ستونزې ورسره حل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «نږدې ټولو ولسوالیو کې د اوبو برخه کې کار شوی، ځینې پلان کې دي، ځینې بشپړې او پر ځینو کار روان دی. خلکو سره ژمنه کوو چې د اوبو او سړک برخه کې له کلیو او پراختیا ریاست او موسسو سره پر همغږۍ دې برخې ته پام کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دمقول بالا او پایین کلی له میمنې ښار نږدې دوه کیلومټره واټن لري او یاده سیمه کې څه باندې ۲زره کورنۍ ژوند کوي چې د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام