Asset 1SWN

فراه کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو شکایت

f7d8d66d-07eb-4f8d-b622-9b4ed1d34bb7

د فراه ښار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت د شکایت ترڅنګ وايي چې هر کال د دوبي په موسم کې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د فراه ښار ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم ټيټه شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فراه  ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی بسم‌الله حقدوست وايي، هر کال د دوبي موسم کې فراه ښار کې د څښاک اوبه کمېږي.

هغه وویل: «اوبه ډېرې کمې دي، دومره چې یوه لوټکه هم نه پیدا کېږي. ژمي کې اوبه ډېرې زیاتې وې، خو اوس اوبه نشته. د اوبو رسولو شرکت څخه غواړم، څومره پیسې چې له موږ اخلي، باید په هماغه اندازه پیسې راکړي.»

د فراه یوه بل اوسېدونکي سیدعبدالله سلام‌وطندار ته وویل، لکه څنګه چې مسوولان له دوی د اوبو د لګښت پیسې پر ټاکل وخت اخلي، دوی هم پر وخت اوبه غواړي.

هغه وویل: «د اوبو برخه کې ډېرې ستونزې دي، کله چې نل کې اوبه راځي ډېرې کمې وي. که مسوولان د اوبو وخت ډېر کړي او ډېرې ووېشل شي، ښه به وي. د دوبي موسم کې د اوبو فشار کمښت له امله اوبه ټانکیو ته نه رسېږي.»

د فراه ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی عبدالولي رحماني هم وايي چې د څښاک پاکو اوبو کمښت له امله اړ دي چې د خپلې اړتیا وړ اوبو برابرولو لپاره اوږده لاره پل کړي.

هغه وویل: «یوه ورځ اوبه وي او یوه نه راځي، کله هم چې راځي یوازې له ۱۰ تر ۱۵ بوشکې ډکوي. موږ ځو او اوبه له پارک څخه راوړو او ګاونډيان چې د اوبو څاه لري، په اسانۍ اوبه نه ورکوي.»

د فراه اوسېدونکي همداراز له سرپرست حکومت څخه غواړي چې دوی ته دې د څښاک پاکو اوبو برابرولو زمینه برابره کړي. بل‌خوا د فراه محلي مسوولان هم دغه ولایت کې د اوبو کمښت ستونزه تاییدوي.

د فراه د اوبو رسونې امریت امر  حافظ دین‌محمد اکرام سلام‌وطندار ته وویل چې دا مهال د اوبو درې ژورې څاه‌ګانې د فراه ښار د اوو ناحیو اوسېدونکو ته اوبه ورکوي.

هغه وویل: «خلک ډېرې ستونزې لري، ستونزې به تر خل حد او توانه پورې حلوو، نوي ماشینونه هم اخیستل شوي، خو له لومړۍ تر اوومې ناحیې اوسېدونکو ته اوبه ورکوو،. ځینې کورونه او کوڅې د اوبو له وېش پاتې او د نویو میټرونو په راتلو سره به ورته د وېش زمینه برابره شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د فراه اوسېدونکي داسې مهال د څښاک پاکو اوبو له کمښت شکایت کوي چې دغه ولایت کې وچکالي د کروندګرو کښتونه هم زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام