اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن اړوند بسټونو د فعالیت ځنډېدو امر کړی

اسلامي امارت په سویډن کې د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد اړوندو ټولو بنسټونو د فعاليت ځنډېدو امر کړی دی. د سویډن کمېټه په افغانستان کې یو مهم بهرنی بنسټ دی چې په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په ګډون، په بېلابېلو سکټورونو کې فعالیت کوي.

یوولس ولایتونو کې د سږني کانکور د ازموینې نېټه اعلان شوه

د ازموينو ملي ادارې مسوولان وايي، د سږکال کانکور ازموينه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي دوی وویل، د کابل کانکور ازموینه به هم څلورم پړاو کې واخیستل شي.

د اصف دراني څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ «د برید پر وړاندې غلي نه پاتې کېږو»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د دغه هېواد له یوې ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي چې امریکا د ملګرو ملتونو اړوند امنیت شورا د پرېکړه‌لیک پر بنسټ افغانستان کې د ترهګرو ډلو له‌منځه وړو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کولای شي.

فراه کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو شکایت

د فراه د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت د شکایت ترڅنګ وايي چې هر کال د دوبي په موسم کې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د زرنج ښار ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه هم ټيټه شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د قران‌کریم سوځولو له امله افغانستان کې د سویډن فعالیتونه ځنډول شوي

سرپرست حکومت سویډن کې د «قران‌ کریم» سوځولو په غبرګون کې افغانستان کې د دغه هېواد ټول فعالیتونه ځنډولي دي. د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د نړۍ له نورو مسلمانو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې له سویډن سره پر خپلو اړیکو او تعامل بیا کتنه وکړي.