Asset 1SWN

یوولس ولایتونو کې د سږني کانکور د ازموینې نېټه اعلان شوه

kankor-exam

د ازموينو ملي ادارې مسوولان وايي، د سږکال کانکور ازموينه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي دوی وویل، د کابل کانکور ازموینه به هم څلورم پړاو کې واخیستل شي.

د ازموینو ملي ادارې امر نوید نوري سلام‌وطندار ته وویل، د دغې ازموینې لومړی پړاو به د چنګاښ میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټو ترسره شي او په پام کې ده چې له یوولسو ولایتونو څخه ۲۵زره داوطلبان په‌کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «په لومړي پړاو کې فاریاب، خوست، سرپل، جوزجان، دایکندي، تخار، لوګر، بغلان، پکتیا او خوست ولایتونه شامل دي. دویم پړاو کې ۱۲ ولایتونه دي چې کابل څلورم پړاو کې دی او یوې میاشت کې به پای ته ورسېږي.»

نوري زیاتوي چې سږکال د دیني مدرسو ۷زره فارغان هم د کانکور ازموینه کې ګډون کوي. هغه وویل: «دغه دیني عالمان د پوهنې وزارت له‌خوا د تثبیت سویه شوي او ترڅنګ یې ۳۰زره کسان به متفرقه ازموینه کې برخه واخلي.»

د کانکور د ازموینو ملي ادارې مسوولان زیاتوي چې د ۱۴۰۲ کال کانکورازموینه کې نجونې نه‌دي شاملې، ځکه په وینا یې، د پوهنې وزارت له‌خوا دې ریاست سره د نجونو زده‌کوونکو غوښتنلیکونه نه دي شریک شوي.

ورته وخت کې يوشمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، د کانکور ازموينه کې د نجونو نه ګډون يو ځل بیا دوی خواشینې کړي.

د دایکندي د نيلي ښار اوسېدونکې شکريه رحيمي او د باميان اوسېدونکې صفيه رضايي وايي، که د کانکور ازموينه کې برخه وانخلي، د دوى ١٢ کلنې هڅې به ضايع شي.

هغې وویل: «دا فورمه مې ډکه کړې وه او خپلې راتلونکې ته اندېښمنه یو، کور لکه زندان شوی، دا تبعیض دی چې هلکان دې زده‌کړې وکي او موږ دې نه‌کوو، له امارت غواړم چې موږ ته دې اجازه راکړي چې زده‌کړې وکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ومو غوښتل د سږکال کانکور ازموينه کې د نجونو د نه‌ګډون په اړه د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو. باید وویل شي چې دا لومړی کال دی چې د کانکور ازموینه د نجونو له شتون پرته اخیستل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام