Asset 1SWN

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ یو هراتی ځوان اول‌نومره شو

شششش

د ازموینو ملي اداره نن شنبه د لړم ۱۴مه د یو لړ مراسمو په لړ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې.

د یادې ادارې د اعلان مخې، سږ کال له هرات ولایت څخه د سلیمان ولد غلام جیلاني په نوم یو زده‌کوونکی په ۳۵۵.۴۲۰۴ نمرو د سږني کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همداراز د اعلان شویو پایلو پر بنسټ له کابل څخه د محمدشبیر ولد ناظرحسین په نوم یوه زده‌کوونکي بیا د ۳۵۵٫۳۲۸ نمرو په ترلاس کولو سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې دویم نمره اعلان شوی.

همداراز له هرات څخه د هدایت‌الله په نوم یوه بل زده‌کوونکي هم په ۳۵۴ نمرو درېم ځای خپل کړی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د سږني کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، هغو کسانو چې د کانکور په ازموینه کې د خپلې خوښې پوهنځي ته لار نه ده پیدا کړې، کولای شي هغو پوهنځیو کې نوملیکنه وکړي چې شمېر«پذیرش» یې نه وي پوره شوی.

د نوموړي په وینا، د دغه بهیر تګلاره به وروسته په ډاګه شي.

بل‌خوا د ازموینو ملي ادارې سرپرست زیاته کړه، هغه کسان چې د کانکور ازموینې له پایلې شکایت لري، کولای شي د یوه فورم له لارې خپل شکایت تر یادې ادارې ورسوي او دوی به یې په اړه پلټنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ازموینې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د کانکور ازموینې کې ۱۶۰زره او درې کسانو ګډون کړی وو. د یادې ادارې په وینا، د کانکور ازموینې ګډونوال کولای شي چې د نن ورځې له ۱۲ بجو وروسته خپلې پایلې په انلاین بڼه چک کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام