Asset 1SWN

هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول شول

44

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې کړې د موسیقۍ الې یې سوځولې دي.

د دوی په وینا، موسیقي اورېدل او غږول حرام دي او د ټولنې د ویجاړوېدو لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست مسوولانو زیاته کړه چې دغه ولایت کې د موسیقۍ الاتو له پلورونکو سره به قانوني چلن کوي.

د هرات د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر رییس عزیزالرحمن المهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې موسیقي اورېدل حرامه ده او په وینا یې، پلورونکو سره به یې قانوني چلن وکړي.

المهاجر همداراز زیاته کړه چې د هرات د امربالمعرو او نهې عن‌المنکر ریاست اړوند محتسبان به له هرات ښار او ولسوالیو څخه د موسیقي هر ډول الې راټولې او وسوځوي.

د هرات د امربالمعروف رییس په وینا، موسیقي ځوانان بې‌لارې کوي او د ټولنې د ویجاړېدو لامل کېږي. هغه ټينګار کړی چې څوک باید د موسیقي د ترویج او ودې لپاره هڅې ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هرات کې داسې مهال د موسیقي الې سوځول کېږي چې له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ الې سوځول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام