م.جاهد: د اختر ورځو کې هوايي ډزې مه کوئ

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد له امنیتي ځواکونو او هېوادوالو غوښتي چې د اختر په ورځو کې له هوايي ډزو ډډه وکړي.
نوموړي پرون ناوخته پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې هوايي ډزې ناسم کار دی او د خلکو د ځور او ان د مړینې او ټپي کېدو لامل کېږي.

هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې کړې د موسیقۍ الې یې سوځولې دي.

د هرات د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست مسوولانو زیاته کړه چې دغه ولایت کې د موسیقۍ الاتو له پلورونکو سره به قانوني چلن کوي.

د هرات د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر رییس عزیزالرحمن المهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې موسیقي اورېدل حرامه ده او په وینا یې، پلورونکو سره به یې قانوني چلن وکړي.

د شبرغان ښاروال: د لومړنیو توکو احتکار کوونکو سره قانوني چلن کېږي

د جوزجان لسګونو دیني علماوو په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د علماوو شورا په ریاست کې د احتکار پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د احتکار مخه بايد ونيول شي. د هغوی په وینا، د دغه وضعیت د دوام او د لومړنیو توکو د پېر او پلور لپاره د ډالرو د راوړلو لامل مخه باید ونیول شي او هغه کسان چې له قوانینو څخه سرغړونه کوي باید مجازات شي.