د جوزجان لسګونو دیني علماوو په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د علماوو شورا په ریاست کې د احتکار پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د احتکار مخه بايد ونيول شي. د هغوی په وینا، د دغه وضعیت د دوام او د لومړنیو توکو د پېر او پلور لپاره د ډالرو د راوړلو لامل مخه باید ونیول شي او هغه کسان چې له قوانینو څخه سرغړونه کوي باید مجازات شي.

د ابوسليمان جوزجاني مدرسې سرمعلم ولي‌الله فقيري وايي، د بېوزلۍ تر کرښې لاندې د خلکو حالت ته په کتو بايد د احتکار مخه ونيول شي او د دغه حالت دوام د ولس پر وړاندې ښکاره ظلم دى. د هغه په ​​وينا، د سيمه‌ييزو، امنيتي مسوولانو او ديني علماوو ترڅنګ خلک هم مسووليت لري څو د هغو فعاليتونو مخه ونيسي، چې د خلکو او ټولنې لپاره ستونزې جوړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان يو تن ديني عالم مفتي محمدافضل وايي، په اسلام کې احتکار حرام دي او څوک چې له دې لارې پيسې ترلاسه کوي ګناه دی. د هغه په ​​وينا، سوداګر او پانګه‌وال بايد عدالت په پام کې ونیسي او پر بېوزلو کسانو دې ظلم نه کوي.

د جوزجان يو بل ديني عالم مفتي فضل‌الرحمن وايي، هغه کسان چې د زياتې ګټې په خاطر احتکار کوي، ګناه کوي او بايد له دې کار څخه ډډه وکړي. د هغه په ​​وينا، اوس‌مهال ٨٠ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ښه ډوډۍ د برابرولو توان نه لري، خو که سوداګر او هټيوال هم احتکار وکړي، نو د شرم خبره به وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د شبرغان ښاروال مولوي حبيب‌الله وايي، وروسته له دې هغو کسانو سره چې د خپلو ګټو په خاطر د لومړنیو توکو بیې لوړوي قانوني چلن کېږي. د هغه په ​​وينا، د شبرغان ښار په بېلابېلو سيمو کې د لومړنیو او بېلابېلو توکو د بیو لیست وېشل شوې دي او سوداګر او هټيوال مکلف دي چې پرې عمل وکړي.

د غونډې په پای کې چې د جوزجان د علماوو شورا رییس مولوي دوست‌محمد احمدي او د دغه ولایت د علماو شورا ریاست مرستیال مولوي اخترمحمد منصور هم حضور درلود، پرېکړه وشوه چې له احتکار کوونکو سره دې قانوني چلن وشي او د دغو اشخاصو هټۍ هم باید وتړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام