د لومړي ځل لپاره د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د اکسیجن او نایتروجن د تولید کارخونې په فعالیت پیل کړی. دا کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ بالونه اکسیجن او نایتروجن د تولید ظرفیت لري.

په جوزجان کې د افغان ګاز د تصدۍ رییس قاري محمد‌یوسف احمدي وايي، د اکسیجن د تولید دا کارخونه د شبرغان ښار د جرقدوق سیمه کې د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.

د احمدي په وینا، تر دې مخکې د فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونه د اکسیجن په واردولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې د دې کارخونې په فعالیت او د اکسیجن د تولیدي دستګاه په نصبېدو سره  به دا ستونزې حل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په جوزجان کې د افغان ګاز تصدۍ فني مرستیال غلام صدیق نیازی وايي، دا کار‌خونه د هېواد د څلورو شمالي ولایتونو د اړتیا پوره کولو په موخه فعاله شوې او دوی هڅه کوي چې د اکسیجن او نایتروجن د کموالي په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي.

د افغان ګاز د فني مرستیال په وینا، د دغه ډول تولیدي کارخونو په جوړېدو، سره یو دا چې بې‌کارو خلکو ته کاري فرصتونه برابرېږي د دولت خزانې ته هم عواید راټولېږي.

د جوزجان یو‌شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د اکسیجن د تولید خونې له جوړېدو هرکلی کوي او دوی له سوداګرو څخه هم غواړي چې دغه ډول کارخونې جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په هېواد کې د اکسیجن او نایتروجن څخه د ناروغانو په درملنه، تولیدي کارخونو او د کبانو روزنه کې کار اخیستل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام