اسلامي امارت له ترکمنستاني ځواکونو سره د نښتې خبرونه ناسم بللي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په جوزجان ولایت کې د اسلامي امارت او ترکمنستان هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رد کړه او په دې اړه خپاره شوي خبرونه یې ناسم بللي دي. سمنګاني نن شپه پر خپل‌ ټویټر‌پاڼه لیکي: «د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د شخړې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.»

برادر: اسلامي امارت د مخکیني نظام په چارواکو نه بدناموو

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه ویلي چې اسلامي امارت په خپل نظام کې د مخکیني حکومت د چارواکو د شاملولو لپاره  هوډ نه لري او دغه کسان به د نوي نظام د بدنامۍ لامل شي.

قریشي: پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګول به دوام ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي  ویلي چې هېواد یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو په اړه د راپورته شویو جنجالونو د هواري لپاره له ډيپلوماټيکو لارو د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د تعامل په هڅه کې دی.

نوموړي په پاکستان کې یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې دغه هېواد خپلو ملي ګټو ته ژمن دی او په یوه اړخیزه توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د اغزن  تار لګولو ته دوام ورکړي.