د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه ویلي چې اسلامي امارت په خپل نظام کې د مخکیني حکومت د چارواکو د شاملولو لپاره  هوډ نه لري او دغه کسان به د نوي نظام د بدنامۍ لامل شي.

نوموړي ویلي چې د سولې په خبرو کې د امریکا له لوري د مخکیني حکومت د لوړپوړو چارواکو نوملړ دوی ته ورکړل شوی وو، څو یې په نوي حکومت کې شامل کړي، خو هغه ټينګار وکړ چې د اسلامي امارت اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او ټولو قومونو او لږکيو ته په‌کې ځای ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «نظام هم بدنامېږي او دوی به له خپل عادت څخه نه اوړي، دغه فساد، غلا، قتل او که دا  هر شی وي، هغه بیا کوي، نو ځکه مونږ نه خپل نظام بدنامه‌وو او نه به یې هم نظام کې راولوو.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو‌شمېر شنونکي د اسلامي امارت دغه پرېکړه له سیاسي پوهې سره په ټکر کې بولي او وايي، هېڅ داسې نظام نشته چې ټول ښه او یا ټول چارواکي یې بد وي او په مخکیني حکومت کې ښو کسانو هم شتون درلود.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري په دې باور دی چې د یوې سیاسي ډلې له لوري د واک انحصار او د نورو ډلو څنډې ته کول د چا په ګټه نه دی او دغه کړنلاره غوره کول، معقوله او عملي نه برېښي.

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی اکرم عارفي هم وايي چې د ټولو ښاریانو غوښتنه او د نړیوالې ټولنې یو شرط هم دا دی چې اسلامي امارت دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او  که چېرته داسې ونه شي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ او په ټولنه کې به د ننګونو د دوام لامل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې څلور میاستې تېرېږي، خو تراوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی. د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د بشر حقونو ورکړه او د ښځو حقونو ته پام هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته ټاکلي دي. خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې په حکومت کې یې ټولو قومونو ته ځای ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام