د پکتيا مرکز او ولسواليو کې ډېری داسې سيمې شته چې نجونې په کې د ښوونځيو د نه‌شتوالي او لرې‌والي له امله له زده‌کړې څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

خو د پاملرنې یا «Care» موسسې په همکاري د مرکز ګردېز هغو لرې پرتو سيمو کې د نجونو لپاره درسي ټولګي جوړ شوي چې نجونې د ښوونځیو لرې‌والي او يا کلتوري ستونز له امله له زده‌کړو محرومې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان وايي، دغو ۵۰ درسي ټولګيو کې شاوخوا ۱۴۰۰زده‌کوونکې درس لولي چې اغېزمن هم تمام شوي. د پکتيا د پوهنې رياست وياند شاه الرحمان حذيفه وايي، د دې ټولګيو څارنه د کليوالي شوراګانو او د پاملرنې موسسې له لوري کېږي.

هغه وویل، د پاملرنې موسسې په همکاري به دريو ولسواليو ګرده‌څېړۍ، سيدکرم او احمدابا کې تر ۴۰ نور ټولګیو کې نجونې زده‌کړې پيل کړي او هڅه کوي نورو ولسواليو کې هم دا ډول ټولګي جوړ کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د پاملرنې موسسې له لوري کوم ټولګې چې په مرکز د نجونو د زده کړو لپاره جوړ شوي، هغوی د نجونو د زده په ارتقا کې د هغوی په زده کړو ډېره زياته اغېزه کوي، ډېرې نجونې درس ته لېواله شوې دي، د دې ټولګيو په جوړېدو سره.»

يوشمېر هغه زده‌کوونکې چې دغو درسي ټولګيو کې ورته د زده‌کړو زمينه برابره شوې، له نورو کورنيو غواړي چې خپلې لوڼې زده‌کړو ته وهڅوي.

پکتیا کې د ښځو د حقونو فعاله روحانیه سحر وايي، د دغو درسي ټولګیو په جوړېدو سره هغو نجونو ته د تعلیم زمينه برابره شوې چې پخوا يې زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود. هغه له مسوولانو غواړي چې دغه بهير ته پراختیا ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د مرکز ګردېز لرې پرتو سيمو کې د نجونو لپاره دغه درسي ټولګي داسې مهال جوړ شوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښځینه زده‌کونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌لري. خو تازه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویلي، د نجونو د ښوونځیو پرانیستو لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام