ویل کېږي کابل کې د ترکیې د پوهنې بنسټ یوشمېر ښوونځیو کې د زدهکړو بهیر د امنیتي ګواښونو له امله او د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست سره تر مشورې وروسته، سر له نن سېشنبې د لنډ وخت لپاره درول شوی دی.
کابل کې د ترکیې د پوهنې بنسټ د نجونو د ښوونځي مسوول عبدالمحیط عزیزي سلاموطندار سره خبرو کې منلې چې دوو ښوونځیو کې په موقت ډول درسونه بند شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، د ګواښونو په له منځه تلو سره په نږدې راتلونکې کې د دغو ښوونځیو د زدهکړو بهیر بېرته پیل شي.
نوموړي وویل: «امنیتي ګواښونه دي، جدي ستونزه نشته. د اسلامي امارت او د ترکیې د پوهنې بنسټ ترمنځ مشوره شوې چې تر یوې اوونۍ دې ښوونځي تړلې وي. د استخباراتو ریاست په جریان کې دی او له موږ سره هماهنګي لري. مونږ ته یې ویلي چې احتیاط وکړو، ځکه خدای مه کړه، کومه چاودنه رامنځته نهشي.»
د دې ترڅنګ سرچینې چې نه غوړي نوم یې خپور شي، سلاموطندار ته وايي چې د کابل په نوي ښار کې هم د ترکیې د پوهنې بنسټ د ابتداییه ښوونځي درسونه ځنډول شوي او لامل یې هم د ودانۍ رنګول یاد شوي دي.
په ورته مهال هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پوهنې وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه شو.
د ترکیې د پوهنې بنسټ په ټول افغناستان کې شاوخوا۲۰ ښوونځي او ښوونیز مرکزونه جوړ کړي چې زرګونه افغان زدهکوونکي پهکې پر زدهکړو بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پر یوشمېر ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو بریدونو، د ښوونځیو مسوولان او د زدهکوونکو کورنۍ د خپلو اولادونو خوندیتوب په اړه اندېښمن کړي دي.