Asset 1SWN

جاپان له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

Embassy-of-Japan-in-Afghanistan-pyr6jqw7f5tg7zraodsa8zac9bts113lexkxh11qx4

په کابل کې د جاپان سفارت نن (د لیندۍ دیارلسمه، د دوشنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې هېواد یې له افغانستان سره ۵۸،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي. د جاپان سفارت هیله‌مندي ښودلې چې دا پیسې به د افغانانو د باعزته ژوند او پر ځان بسیاینې لپاره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد سفارت زیاته کړې: «په خوښۍ اعلان کوو چې د جاپان دولت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشری مرستو او بنسټیزو اړتیاوو پوره کېدو په موخه ۵۸،۴ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي.»

په کابل کې د جاپان سفارت په وینا، دا مرستې به د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو سازمانونو او د جاپان نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته ورسېږي.

دغه سفارت لیکلي: «په دغو ۵۸،۴ میلیونه ډالرو سره به د ۲۰۲۱ کال له اګېسټ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان د مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.»

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د المان سفارت هم څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې هېواد یې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خلکو ته د مرستو رسولو په موخه ۶۰ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام په واک کې ورکړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه سفارت د لیندۍ په نهمه، د پنجشنبې ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي و چې یاده بودیجه به د بشردوستانو مرستو، د هرات زلزله‌ځپلیو او له پاکستانه اېستل کېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو لړۍ پیاوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام