Asset 1SWN

جاپان د هرات زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

An Afghan man sits past his sister's damaged house after the recent earthquake in the district of Zinda Jan, in Herat, Afghanistan October 9, 2023. REUTERS/Ali Khara

هرات کې د شوې زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د مرستو په لړ کې جاپان یادو زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

د خوړو نړیوال پروګرام نن سه‌شنبه د لړم نهمه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د جاپان دغه مرسته به د زلزله‌ځپليو ستونزو راکمولو برخه کې ګټوره تمامه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پروګرام ویلي چې یاده مرسته به زلزله‌ځپلیو سیمو کې شاوخوا ۳۳۰۰۰ اغېزمنو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو رسونې برخه کې ولګول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاتوشي کورومیا له قوله ویلي: «جاپان د افغانستان د خلکو کلک ملاتړی دی او له مرګونو زلزلو وروسته هم له دوی سره ولاړ دی. موږ د هرات د وضعیت پر ژوروالي پوهیږو او په بشپړ ډول ژمن یو چې د خلکو د ژوند او ټولنې د بیارغونې لپاره د مرستې لاس اوږد کړو.»

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، تراوسه یې د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې څه باندې ۷۰زره اغېزمنو باندې مرستې وېشلې دي.

په وېشل شویو مرستو کې اوړه، غنم، سبزیجات، غوړي، دال او د هغو ماشومانو د خوارځواکي مخنیوی په‌کې شامل دی چې کورنۍ یې هر څه له لاسه ورکړي دي.

دغه مرستې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې د اکتوبر تر ۱۷مې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو یوشمېر نورو بنسټونو هم هرات کې زلزله‌ځپلیو سره د مرستو لپاره د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې چې په وینا یې، دغه مرستې باید له راتلونکې ژمي کې مخکې ترلاسه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

یادو بنسټونو وېره ښودلې، که دغه مرستې ترلاسه نه‌کړي، راتلونکي ژمي کې به زلزله‌ځپلي له ستر ناورین سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام