میدان‌وردګ کې یوه کس په ۵۵زره ډالرو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په جغتو ولسوالي کې په شخصي لګښت د «بیدموشک» منځیني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او نن ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې رییس محمدعثمان حریت د یادې ودانۍ پرانېست‌غونډې ته وویل، دغه ښوونځی لس درسي خونې، اداري خونه او تشنابونه لري.

اپل کمپنۍ د هند حکومت مخالفو څېرو ته خبرداری ورکړی

اپل کمپنۍ هند کې د حکومت یو‌شمېر مخالفو څېرو ته خبرداری ورکړی چې ښايي ټیلیفونونه یې د حکومت ملاتړو هکرانو له‌خوا هک شي.

یاد شرکت نن سه‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه هغو کسانو ته چې ښايي موبایلونه یې هک شي، پیغامونه استولي دي.

روانه میلادي میاشت سوریه کې ۶۵ ملکیان وژل شوي او ۲۶۵ ټپیان دي

د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حکومتي او روسیي ځواکونو له‌خوا په روانه اکتوبر میاشت کې څه باندې ۶۵ ملکیان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه راپور ورکړی چې دغه تاوتریخوالی د تېرو درېوو کلونو په پرتله تر ټولو ځپونکی دی.

پکتیا کې د شاتو پلور سوړ بازار؛ فارم‌لرونکي: پاکستان یې په خپل نوم خرڅوي

پکتیا کې د شاتو مُچیو یوشمېر فارم لرونکي دغه ولایت کې د شاتو خرڅلاو لپاره د مناسب بازار نشتون له امله شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم په ډېرې سختۍ سره د شاتو مُچیو پالنه کوي، خو په وینا یې، خرڅلاو لپاره یې بازار نه‌لري.

د غزني ناوې ولسوالي ته په ۲۰میلیونه افغانۍ اداري ودانۍ جوړېږي

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند ناوې ولسوالي ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړېږي.

یادې ولسوالي ته د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې نن سه‌شنبه د لړم نهمه د دغه ولایت د محلي چارواکو له لوري پرانېستل شوې.

نړیوال جام؛ بنګلدېش نن پاکستان سره لوبېږي

د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله نن د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې دغه لوبه نن سه‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه د هند د کلکتې په «اېډن ګارډېنز» لوبغالي کې ترسره شي.

جاپان د هرات زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

هرات کې د شوې زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د مرستو په لړ کې تازه جاپان یادو زلزله‌ځپلیو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام نن سه‌شنبه د لړم نهمه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د جاپان دغه مرسته به د زلزله‌ځپليو ستونزو راکمولو برخه کې ګټوره تمامه شي.

امیرخان متقي خپل ترکي سیال سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ترکیې ته د خپل سفر پرمهال له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې متقي په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.