Asset 1SWN

د غزني ناوې ولسوالي ته په ۲۰میلیونه افغانۍ اداري ودانۍ جوړېږي

غزني

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند ناوې ولسوالي ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړېږي.

یادې ولسوالي ته د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې نن سه‌شنبه د لړم نهمه د دغه ولایت د محلي چارواکو له لوري پرانېستل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني والي محمدامین جان عمري د یادې پروژې پرانېستې پر مهال سلام‌وطندار ته وویل چې دغه اداري ودانۍ به درېوو پوړونو کې ورغول شي او ۳۵ کوټې به ولري.

د نوموړي په وینا، د دغې اداري ودانۍ د رغېدو ټولییز لګښت ۲۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې د کورنیو چارو وزارت له پراختیايي بودیجې به ورکړل شي.

بل‌خوا د ناوې ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي د تېرو دوو لسیزو پر مهال د پوهنې، روغتیا او حکومتولۍ اړوند خدمتونو څخه بې‌برخې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې یادې ولسوالي کې دې د بیارغونې او رغنیزو پروژو چارې پراخې او ګړندۍ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام