Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

555553yy35qyy

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالي د اوسېدونکو په شخصي لګښت د «شنیز شهیدانو منځني ښوونځي» ته ودانۍ جوړېږي.

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیداباد ولسوالي د شنیز شهیدانو منځيني ښوونځي ته په راتلوونکو شپږ میاشتو کې د خلکو په شخصي لګښت ودانۍ جوړېږي چې دغه ودانۍ به یوه ادارې خونه، ۵ درسي خونې، درې تشنابونه او احاطوي دیوال ولري او مالي لګښت یې ټول د خلکو له لوري ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې یاد ښوونځي زده‌کوونکي اوس په ازاده فضا کې په لیک‌لوست بوخت دي او که دغه ودانۍ جوړه شي زده‌کوونکي به یې له ستونزو خلاص شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په میدان‌وردګ کې داسې مهال د هلکانو یوه منځنیي ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي چې اوس د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې لسګونه نور ښوونځي هم ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې له پراخو ستونزو سره په ازاده فضا کې په لیک‌لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام