پکتيا کې د درېوو ولسواليو اوسېدونکو د پوهنې رياست مسوولان پر فساد تورن کړل او د اعتراض په توګه یې د دغه ریاست دروازه وتړله. د دوی په وینا، د پوهنې ریاست د مسوولانو ناکارۍ له کبله په ګردې څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې پوهنیز بهیر له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

د یادو ولسوالیو قومي مشرانو او ځوانانو چې د پکتیا د پوهنې ریاست مخې ته راټول شوي وو، وویل چې ښوونځي یې ودانۍ نه لري، ښوونکي نشته او د پوهنې ریاست د بې‌غورۍ له کبله یې ماشومانو له زده‌کړو بې‌پرخې دي.

معترضانو د دغه ریاست مسوولان پر توپیري چلن، ناکارۍ او فساد تورن کړل.

د ګردې څېړۍ ولسوالي اوسېدونکو او قومي مشرانو حاجي سیدالرحمان او سيف‌الله ځدراڼ د پکتیا د پوهنې ریاست پر مسوولانو نیوکه کوي چې له بار بار ژمنو سره سره یې د ښوونځیو د ودانیو نه موجودیت، د ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي ستونزه نه ده حل کړې.

د پکتيا د پوهنې رییس کوچی ځاځی که څه هم د ښوونکو د کمښت ستونزه مني او وايي، اوس په دغه ولایت کې ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري.

هغه پر ده لګېدلي تورونه هم ردوي او په خبره یې، زده‌کړو ته د لاسرسي او لپاره یې د لازمو امکاناتو برابرولو په برخه کې به له هېچا سره توپیري چلن نه کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام