لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.

دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینه‌والو او ګڼ‌شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

شاعرانو په خپلو شعرونو کې د هېواد روانه جګړه وغندله او د افغانانو د ارامۍ او خوښۍ لپاره سوله اړینه وبلله.

د سمون ټولنې مشر ساحل منګل له مشاعرې وړاندې له شاعرانو وغوښتل چې په اوسني وخت کې د خلکو درد، د جګړې زيانونه او بدمرغي د شعر او ادب له لارې تر خلکو ورسوي.

 ساحل وويل، افغانان د دې لپاره سوله غواړي چې په هېواد کې روانه جګړه چې په هر نوم وي، باید ودرول شي؛ ځکه په وینا یې، زیان یې یوازې خلکو ته رسېږي.

شاعرانو په خپلو شعرونو کې وويل چې سوله خوشحالي او جګړه يوه غميزه ده چې ټولنه د تباهۍ پر لوري بيايي.

شاعر حقمل زرمتي په خپلو شعرونو کې چې د سولې په اړه یې ليکلی و، وویل چې که سوله راغله، کابل به د سولې ښار په نوم ونوموي.

هغه د شعر په یوه بیت کې وویل:

ډېر به خوشحاله شوو په دې شرط که چېرته امن راځي

پاچا درځو دا ګران کابل به کړو د سولې په نوم

تاند شاعر اورنګ اوڅار بیا د جګړې په دواړ لوريو غږ کوي چې کرکه لرې کړي او د ښه ژوند او هېواد د ښې راتلونکې لپاره سوله وکړي.

نن زمزمې کوو د سولې ترانې به لـولـو

له دې سپېڅلي زړه دې نن د جنګ کيسې وباسه

مثلاً زه عسکر اوڅاره ته طالب جانان مې

غېږ کې مې ونيسه له پښـو دې زولنې وباسه

په هېواد کې روانې خونړۍ جګړې چې له کبله یې هره ورځ لسګونو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوړي، عامه او ملي بنسټونه نړول کېږي او هېواد یې د نورو له سیالۍ ايستلی، د خلکو زړونه مات کړي او همدا لامل دی چې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې شعرونه او ترانې وايي. تر پکتیا وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول مشاعرې او غونډې جوړې شوي او هېوادوالو په‌کې په یوه غږ جګړه غندلې او د سولې غوښتنه یې کړې ده.

اوس په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي، خو له څو اوونیو راهیسې په‌کې د کوم پرمختګ څرک نه لګېږي. سره له دې چې تر دې مخکې هم په هېواد کې جګړه روانه وه، خو د سولې خبرو له پیلېدو سره هم‌مهاله تېزه شوې او هره ورځ لسګونه هېوادوال د نښتو، هدفي وژنو او چاودنو قرباني کېږي.

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام