د پکتيا يوشمېر مدني فعالانو، قومي مشرانو او ځوانانو د هېواد موسسې له لوري روغتیايي مرکزونو ته پر خپل وخت د خدمتونو نه وړاندې کولو، د کارکوونکو په ګومارنه کې د بې‌غورۍ او فساد له کبله د دې موسسې د دفتر دروازه وتړله.

دوی د اعتراض په توګه د دې موسسې مخې ته پرلت کړی او وايي، د دې موسسې مسوولان د بې‌غورۍ او بې‌پروايۍ له کبله په مرکز ګردېز او ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه په نشت حساب دي.

معترضان وايي، د هېواد موسسه د قرارداد پر بنسټ خپلې چارې نه سبمالوي، کارکوونکي د قرارداد له مخې پر دندو نه ګوماري او په ډېری روغتيايي مرکزونو کې د درملو ټيټ کيفيت او نشتوالي له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی محمدابراهیم غښتلی وايي، څو ځله یې د هېواد موسسې د بې‌غوریو او ناکاریو په اړه د روغتیا وزارت او د دې موسسې له مسوولانو سره کتلي، څو په دغه ولایت کې شته ستونزې حل شي، خو په وینا یې، دا کار نه دی شوی.

د پکتيا د ولايتي شورا رییس عبدالمالک ځاځی وايي، د دغه ولایت په ټولو برخو، په تېره ښوونیزو او روغتیايي هغو کې ناکاري او فساد ورته د منلو نه دی او په وینا یې، دا اعتراض یې د ټولو پکتیاوالو د غږ اوچتولو لپاره کړی دی.

دوی خبرداری ورکوي، تر هغه چې د هېواد موسسې قرارداد لغوه نه شي، دوی به خپلو مدني اعتراضونو ته دوام ورکړي.

یو بل معترض ډاکټر ظاهرخان انګار وايي، هېواد موسسې په ډېره کمه بیه قرارداد کړی او اوس نه شي کولای د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د هغه په خبره، ياده موسسه په مالي فساد کې ښکېله ده او روغتیايي مرکزونو ته د معياري درملو پر ځای، بې‌کیفيته هغه ورکوي. نوموړی زیاتوي، هغه درمل چې له دې موسسې سره په قرارداد کې لیکل شوي، هغه نه پېري، بلکې پر ځای یې د ټیټې بیې درمل روغتونونو او کلینیکونو ته ور وړي.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې پوهنه او روغتيا د دوی لپاره سرې کرښې دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په دې برخو کې بې‌غوري او فساد وکړي.

د نوموړي په وینا، د هېواد موسسې د فعالیتونو پلټنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی او که رښتیا هم په دې موسسه کې یادې ستونزې او فساد موجود و، قانوني چلن به ورسره وکړي.

د هېواد روغتيايي موسسه شاوخوا اته مياشتې وړاندې د پکتیا د ولايتي ادارې له لوري یو ځل څارنوالي ته هم ور وپېژندل شوه، خو تر اوسه يې پايلې له ولس سره نه دي شريکې شوې.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام