د دایکندي د اشترلي ولسوالي اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي

د دایکندي د اشترلي ولسوالي د جنګان کلان سیمې اوسېدونکو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره چې دوه‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم خلک ورکوي، ايښې ده. د دایکندي د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار په دې اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په جوړېدو سره به یې ۶۳۵ زده‌کوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو په خپل لګښت ښوونځی جوړ کړی

د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو د دغه ولسوالي په «پایین‌سر ترګان» سیمه کې په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی چې اته درسي ټولګي لري.

د یاد ښوونځي له بنسټګرو او قومي مشر محمدزمان ذکي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی په څلور میلیونه افغانۍ جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.

له حکومتونو ناهیلي؛ روزګانیانو د روزګان‌-‌کندهار لویې لارې رغولو ته مټې رابډوهلې

د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان‌-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګ‌راتګ ته چمتو کړي.

جوزجان کې یوې مېرمنې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولان د یاد مکتب د پرانستې په مراسمو کې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ځمکه ځانګړې کول او ښوونځي جوړول، د جوزجان ولایت د اوسېدونکو له «علم» سره د مینې او لوړ فرهنګ ښودنه کوي او  دوی ورڅخه هرکلی کوي.