د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو د دغه ولسوالي په «پایینسر ترګان» سیمه کې په خپل شخصي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې یو ښوونځی جوړ کړی چې اته درسي ټولګي لري.
د یاد ښوونځي له بنسټګرو او قومي مشر محمدزمان ذکي سلاموطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی په څلور میلیونه افغانۍ جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.
د پایینسر ترګان سیمې د نوي جوړ شوي ښوونځي مدیر محمد محمودي وايي چې د یادې لېسې په جوړېدو سره سیمه کې د سلګونه زدهکوونکو د زدهکړو ستونزه حل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د یادې سیمې اوسېدونکو تېر کال هم په خپل شخصي لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ کړی و.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې تېره اوونۍ د دغه ولایت د جاغوري د «سعیداحمد» کلي اوسېدونکو په خپله سیمه کې په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی و.