د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو په خپل لګښت ښوونځی جوړ کړی
د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو د دغه ولسوالي په «پایینسر ترګان» سیمه کې په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی چې اته درسي ټولګي لري.
د یاد ښوونځي له بنسټګرو او قومي مشر محمدزمان ذکي سلاموطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی په څلور میلیونه افغانۍ جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.