غزني کې د سېلابونو راوتلو له امله د دوو ښځو او درېوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

د غزني د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه ماښام د یاد ولایت د مقُر او ګېلان ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې په «پُل مطیع» سیمه کې د کابل-کندهار لویه لاره ویجاړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې یو مسافر وړونکی موټر هم اوبو وړی چې له امله یې د درېوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون پنځو کسانو ژوند بایللی دی.

له دې وړاندې د تېرې یوې میاشتې پرمهال غزني ولایت کې لسګونه کسان د سېلابونو راوتلو له امله مړه او یا هم ټپیان شوي دي.

دا په داسې مهال ده چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې سخت اورښتونه شوي چې پرمهال یې یو‌شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځينې بیا ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ولایتونو د محلي چارواکو په وینا چې وروستیو سېلابونو د مرګ‌ژوبلې سربېره، ګڼ‌شمېر خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام