نن (د غبرګولي دویمه، د سه‌شنبې ورځ) ماسپښین مهال د غزني په واغظ ولسوالي کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د تندر له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، دا پېښه د وغظ ولسوالي په رڼاخېلو کلي کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څو میاشتې مخکې هم په دې ولسوالي کې را غورځېدلي تندر د ښوونځي یو زده‌کوونکی مړ او یو بل هم ټپي کړی و.

بله‌خوا نن د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالي په حصارک سیمه کې هم د کامران په نوم یوه ځوان د تندر پرېوتو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او مور یې ټپي ده.

د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالبصیر زابلی وايي، دا پېښه هغه مهال شوې چې دغه ځوان او مور یې په خپله کرونده کې پر کار بوخت وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالي کې هم د تندر پرېوتو له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام