په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوېدو سره د هېواد په بازارونو کې د خوراکي او سوند توکو بیې په کمسارې توګه لوړې شوې دي.

 د غزني ولایت اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د خوراکي او سوند توکو بیې لوړې شوي او دوی یې سخت اغېزمن کړي دي. د غزني یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې هېواد کې د وزګارتیا شمېرو ته په پام، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل، یوه فاجعه ده. د دوی په وینا، د اسلامي امارت مسوولان باید د لوړو بیو مخه ونیسي او د کنټرول لپاره دې سملاسي اقدام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عیدمحمد د غزني ولایت اوسېدونکی دی، هغه وايي چې له دې وړاندې به یې هره ورځ له ۳۰۰ تر۴۰۰ افغانیو پورې عاید درلود، خو په وروستیو میاشتو کې یې تر ټولو ډېر عاید په یوې میاشت کې ۶۰افغانۍ وې. نوموړی وايي، په بازارونو کې د وزګارتیا شمېرو ته په پام، نه‌شي کولای چې د کورنۍ اړتیا وړ خواړه برابره کړي.

عبدالقدیر د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی دی، هغه وايي: «د یوې ۱۰لیټره بوشکې غوړو بیه ۲۰۰۰ افغانیو ته رسېدلې، یوه بورۍ اووړه ۳۴۰۰ افغانیو ته رسېدلي. څوک نشته چې بیې کنټرول کړي او د ډالرو او لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو مخه ونیسي.»

په ورته مهال غلام‌سخي په غزني ښار کې هټۍ لري، هغه په بازارونو کې د توکو د بیو لوړېدل، ډالرو پورې تړي. نوموړی وايي چې د بیو لوړېدل د ډالرو له امله دي او د سوداګرو ټولې راکړې ورکړې پر ډالرو کېږي.

په داسې حال کې چې د بیو لوړېدل د هېواد په بازارونو کې د ډالرو د لوړېدو له امله یاد شوي، خو د غزني ولایت د صرافانو ټولنې مشر محمدیاسین تقي‌زاده وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې ډالر ښکته راغلي او ډېر ژر به د خوراکي او نورو توکو بیې راکمې شي.

په ورته مهال د غزني ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو مدیر عنایت‌الله عرفان وايي، که څه هم د توکو د بیو لوړېدل په ټول هېواد کې یوه جدي ستونزه ده، خو د نوموړي په وینا، د یاد ولایت د ښاروالۍ د څارنې او پلټنې ټیم په دغه ولایت کې په خپل‌سرې توګه د بیو د کنټرول مخه نیسي او سرغړونکو سره به قانوني چلن وکړي.

افغانستان تر ډېره خپل د اړتیا وړ توکي له بهر څخه واردوي. دغه هېواد خپل د اړتیا وړ خوراکي، سوند او نور توکي له بهرنیو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو رالېږدوي.

بل‌خوا د هېواد په بازارونو کې د سوداګرېزې راکړې ورکړې پر مهال د بهرنیو اسعارو څخه ګټه اخیستنه او د افغانۍ د ثبات نه‌شتون هغه عوامل دي چې تل د توکو په ځانګړې توګه د وارداتي توکو پر بیو اغېز لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، که چېرته ملي کرنسي ثبات ونه لري، تل د توکو د بیو په برخه کې به بدلون راځي او باید د ملي کرنسۍ د ثبات لپاره جدي او ګټور اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام