قُمي: که د تماس ډلې لوري ته پام وشي، افغانستان ثبات ته رسېږي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، که د تماس سیمهييزې ډلې لوري ته پام وشي او د تعامل لوری وڅارل شي، یو باثباته افغانستان به ووینو.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، که د تماس سیمهييزې ډلې لوري ته پام وشي او د تعامل لوری وڅارل شي، یو باثباته افغانستان به ووینو.
د افغانستان بانک وايي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتلو او ثبات په موخه سبا (د زمري پنځلسمه، د یکشنبې ورځ) دیارلس میلیونه ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک له نورو پر شرایطو برابرو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د «افغانۍ» د پولي ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به د یکشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. دغه بانک له نورو پر شرایطو برابرو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو او صرافیو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه تر دې مخکې هم میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شنبه د مرغومې درېیمه ۱۵میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي. دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د لیندۍ شپږمه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن شنبه د لیندۍ پنځمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له صرافیو او شرکتونو غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې وویل چې سولهییز، ارام او با ثباته افغانستان د ټولو په ګته دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ابراهیم رییسي ویلي، افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ حل لار د ټولګډونه حکومت جوړول دي.
په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوېدو سره د هېواد په بازارونو کې د خوراکي او سوند توکو بیې په کمسارې توګه لوړې شوې دي.
د افغانستان بانک د عالي شورا غړي شاه محمود محرابي یوې رسنۍ ته ویلي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په موخه یې د امریکا ولسمشر ته یو لیک لیکلی. هغه وايي، که متحده ایالت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر نه ازدادوي نو د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره دې ۲سوه میلیون ډالر ازاد کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو موده له پامه وغورځوي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بایډن بېګاه د امریکا په دفاع وزارت کې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال ډیپلوماسي د دغه هېواد د دولت تر ټولو لومړۍ وسیله بللې او په وینا یې، هېڅکله به د امریکا د مهمو ګټو د دفاع په برخه کې له قهریه قوې نه لاس وا نهخلي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون