Asset 1SWN

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

dolllerrr-pn3x18l22y1461xfg7xcumj9ng6ouvq44eyzhjzjbc

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د «افغانۍ» د پولي ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به د یکشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بانک له نورو پر شرایطو برابرو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو او صرافیو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي، د دغه لیلام ګټونکي باید د همدې ورځې تر پایله خپل حسابونه پاک او د خپلې ذمې نغدې پیسې په یو وار دغه بانک ته ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک تر دې مخکې هم میلیونونه ډالر د «افغانۍ» د ارزښت او ثبات ساتلو په موخه د ورته داوطلبیو له لارې بازار ته وړاندې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام