خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو د کمښت او نشتون په اړه د خلکو شکایت

یوشمېر کابل ښاریان وايي، په خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو نشتون له کبله د روغتیايي خدمتونو کیفیت را ټيټ شوی دی.
د کابل یوه اوسېدونکي د سلام‌وطندار یوې روغتیايي خپرونې ته زنګ وهلی او د ښار په خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو له نشتون څخه یې شکایت کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت: ازبکستان د قرارداد له مخې برښنا نه‌ده راکړې

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د وارداتي برښنا د قرارداد له نوي کېدو یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم دغه هېواد نه‌دی تیار شوی چې افغانستان ته د یاد قرارداد له مخې، ټاکل شوې برښنا ورکړي.
د برښنا شرکت مسوولان وايي، ازبکستان اوس افغانستان ته له ۸۵ تر ۹۰ سلنه پورې برښنا ورکوي چې په ښکاره ډول له شوي قرارداد څخه سرغړونه ده.

علم کې د ښځو نړیواله ورځ؛ «افغان نجونې په ټولو برخو کې د زده‌کړو وړتیا لري»

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعالیت کوي، نن «علم او ټکنالوجۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د دې ورځې په ویاړ به د روباټیک جوړوونکو افغان نجونو پر بې‌ساري کار او فعالیت تمرکز وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پر ټویټر لیکلي چې افغان نجونې په ټولو برخو کې د زده‌کړو حق او وړتیا لري.

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۴۰۰۰ نه واوښت

د وروستیو خپرو شویو رسمي شمېرو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ زره او ۱۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.
اناتولي خبري اژانس نن شنبه، سهار خبر ورکړی چې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۲۰ زره او ۶۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.

میدان وردګ کې ټرافيکي پېښې درې کسان مړه کړي

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، د کابل-کندهار پر لویې لارې د دغه ولایت د مرکز میدان‌ښار اړوند په «کوتل» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله موټر او سراچې ترمنځ ټکر شوی او له کبله یې درې کسان مړه شوي دي. د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون مازدیګر مهال د موټرچلوونکو د بې‌غورۍ او بې‌احتیاطۍ له کبله شوې ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د «افغانۍ» د پولي ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به د یکشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. دغه بانک له نورو پر شرایطو برابرو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو او صرافیو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه تر دې مخکې هم میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.

بلخ کې یوه ځوان ځان را ځړولی او وژلی

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د عبدالحافظ په نوم یوه ۲۵ کلن ځوان د دغه ولایت په بلخ ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
د بلخ د امنیې قومانداني ویاند محمداصف وزیري وايي، دا پېښه د سلواغې په ۲۱مه د جمعې ورځ د بلخ ولسوالي په «باغ‌وراق» سیمه کې شوې ده. هغه زیاتوي چې د دوی د څېړنو پر بنسټ، دغه ځوان د کورنیو شخړو له کبله ځان وژلی دی.