Asset 1SWN

خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو د کمښت او نشتون په اړه د خلکو شکایت

ااااااا

یوشمېر کابل ښاریان وايي، په خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو نشتون له کبله د روغتیايي خدمتونو کیفیت را ټيټ شوی دی.

د کابل یوه اوسېدونکي د سلام‌وطندار یوې روغتیايي خپرونې ته زنګ وهلی او د ښار په خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو له نشتون څخه یې شکایت کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یارمحمد د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکی دی. هغه وايي، د مسلکي ډاکټرانو نشتون لامل شوی چې یوه خصوصي روغتون کې یې د جراحي پر مهال د ناروغې لور څېره بدله شي.

نوموړی زیاتوي: «د عملیات پر مهال یې سیمونه پرې تاو کړي وو او اوس خپله ژامه را وړاندې کوي. اوس یې د غاښونو څوکې وړاندې راغلي، بره برخه یې الوتې او ژامه یې ځای ته نه‌ده راغلې.»

د کابل د پغمان اوسېدونکی نوراحمد هم وايي چې څو ځله ځايي خصوصي روغتونونو ته ورغلی، خو د مسلکي ډاکټرانو او تجهیزاتو نشتون له کبله یې ناروغي سمه نه‌ده تشخیص شوې او ان د مرګ خولې ته یې رسولی دی.

همدا ډول د کابل د دشت برچي اوسېدونکي علي‌حیدر وايي: «پښتورګو کې مې تیږې وې او ما غوښتل چې د پایلې په اړه یې معلومات ترلاسه کړم، ټلوېزیوني معاینه وکړم. تیږه نه ښکارېده. ومې لیدل چې ډاکټران تجربه نه لري او دستګاوې یې هم سم کار نه کوي، داسې و لکه خلک چې تېرباسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل بیا د کابل ښار خصوصي روغتونونو کې د مسلکي ډاکټرانو نشتون ادعاوې نه مني او وايي، که څه هم ځینې طبي تېروتنې کېږي، خو دغه وزارت خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو وايي، تر اوسه یې په کابل ښار کې ۳۵۰۰ روغتونونه کتلي او په وینا یې، دا لړۍ به تر هغه روانه وي چې خلکو ته غوره روغتیايي خدمتونه ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام